سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزی: پاکستان خپلمنځي جګړې ته روان ده

محمود خان اڅکزی: پاکستان خپلمنځي جګړې ته روان ده

ويب ډيسک

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند اؤ د حکومت مخالفه ګوندونو د ایتلاف مشر محمود خان اڅکزی په حکومت کلکې نیوکې کړي چې ملک یې د خپل منځی جګړې لوري ته روان کړی دی.

 

د جمعې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي اڅکزی ویلي پاکستان هره ورځ له ۲۰ نیولي تر ۳۰ پورې کسان وژل کیږي خو په ملک کې په قلم اؤ اسمبلۍ کې په خبرې کولو بندیز دی اؤ په داسې حالاتو کې خبره په ګاونډي هیواد افغانستان تر بمبارۍ پورې رسېدلې ده.

 

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د جمعې په ورځ د اپېکس کمیټې غونډې ته وزیراعظم شهباز شریف پخپله وینا کې وویل، پاکستان د پولې د پورې غاړې څخه کېدونکې دراندازۍ ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی اؤ بیا به یې هم ورکوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه