ويب ډيسک
سرچینې وايي چې د خوست په علېشرو او ځاځي میدان ولسوالیو کې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.
سرچینو جمعه د مرغومې پر ۱۴مه، ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا جګړه د شپې شاوخوا ١:٣٠ پېل او تر اوسه دوام لري.
سرچینو زیاته کړې چې د دې سیمو اوسېدونکي د پاکستاني پوڅ د هاوان مرمیو د وېرې له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د سرچینو په وینا، دواړه خواوې سپکې او درنې وسلې کاروي.
تر اوسه د دې نښتې د مرګژوبلې په اړه معلومات نشته.
طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ بمباري کړې وه.
له دې پېښې وروسته طالبانو له خوست او پکتیا ولایتونو څخه د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه پېل کړل.
په دې وروستیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کرکېچ زور اخیستی دی.


