ويب ډيسک
د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په خپل یوه پوډکاسټ خپرونه کې ويلي چې د جمهوري نظام پر وخت ځینو خلکو هڅه کوله چې د دولت له لوري د رغنیزو او پراختیایي پلانونو د تطبیق مخه ونیسي.
هغه په خپله نوي پودکاستي خپرونه کې چې د کابل ښار ته ځانګړې شوې وایي، د جمهوري ریاست پر مهال یې کابل ته پراختیایي پلان جوړ کړی و او غوښتل یې داسې یو ښار رامنځته کړي چې د یویشتمې پېړۍ شرایطو سره برابر وي او د غیرپلاني آبادیو مخه په کې ونیول شي.
ښاغلی غني وايي « آماده دې ته وو چې ټول کابل ته په یوه منظمه توگه وگورو او محوري خبره دا وه چې خلکو ته څنگه هوسا ژوند برابروئ او څنگه شرعي مصئون جایداد ورکوئ. ۷۰ فیصد د کابل غیرپلاني دی، د مثال په توگه دشت برچې ساحې کې موږ ټول اقدامات برابر کړل چې یو کورېډور په چټکه توگه برابر شي، ځینو خلک شِق وکړ او لاره یې بنده واچوله او دا کار ځینو نورو وطنوالو په برخه د لویو سرکونو او شاهراه گانو کې هم وکړل.»
کابل ښار چې نږدې ۵ میلیونه نفوس لري، ارقام ښيي چې نږدې ۷۰ سلنه آبادي یې ناپلان شوې ده.
له ۲۰۰۲ کال راهیسې د کابل په ځینو ځایونو کې د خلکو له لوري خپل سرې آبادۍ پيل شوې چې دا لړۍ بالآخره د کابل غرونو ته هم ورسېدله.
ځينې خپاره شوي راپورونه ښيي چې په کابل ښار کې نږدې پنځوس زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.
د طالبانو حکومت وايي د غصب شویو دولتي ځمکو د را ګرځولو لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړی چې تراوسه پورې یې زرګونه جریبه ځمکه بېرته له غاصبینو را ګرځولې ده.
میاشت مخکې د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د کابل ښار یوازې په شېرپور سیمه کې چې د ښار مرکزي او عصري ساحه ده، نږدې ۵۵۰ جریبه غصب شوې ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
ولسمشر غني زیاتوي د کابل ښار په غصب شویو ځمکو کې زیاتره هغه شنې او لمدې ساحې هم وې چې د کابل ښار چاپېریال یې ساته او د سیلابونو مخه یې نیوله. نوموړی زیاتوي، وروستیو کلونو کې په کابل ښار کې د سېلابونو د راتلو او د هوا د خرابېدو یو لامل همدا غصب شوې ساحې دې.
په ۲۰۲۳ز کال کې د ښارونو د کیفیت په نړیواله درجه بندۍ کې کابل د نړۍ څلورم ککړ ښار بلل شوی و.
بل خوا د روغتیايي چارو کارپوهان وایي چې د ژمي په راتلو او د غیرمعیاري سوندتوکو سوځېدو له امله تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي.
ښاغلی په تازه خپاره شوي پودکاست کې وایي چې د کابل ښار د بیارغونې او پراختیا لپاره فکري تهداب او عملي نقشې جوړې شوي او هیله ښيي چې د افغانستان اوسني او راتلونکي نسلونه، له نړۍ سره د سیالې پلازمېنې لرلو رامنځته شوي پلانونه عملي کړي.
د یادونې وړ ده چې د جمهوري نظام په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان ۵ لویو ښارونو ته پراختیایي ستراتیژيک پلانونه جوړ شوي وو چې د امنیتي ستونزو او د نظام د سقوط له امله یې تطبیق پاتې شو.


