سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه خوست کې د افغانستان او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته شوې

په خوست کې د افغانستان او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته شوې

ويب ډيسک

سرچینې وايي چې د خوست په علېشرو او ځاځي میدان ولسوالیو کې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.

سرچینو جمعه د مرغومې پر ۱۴مه، ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا جګړه د شپې شاوخوا ١:٣٠ پېل او تر اوسه دوام لري.

سرچینو زیاته کړې چې د دې سیمو اوسېدونکي د پاکستاني پوڅ د هاوان مرمیو د وېرې له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د سرچینو په وینا، دواړه خواوې سپکې او درنې وسلې کاروي.

تر اوسه د دې نښتې د مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نشته.

طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ بمباري کړې وه.

له دې پېښې وروسته طالبانو له خوست او پکتیا ولایتونو څخه د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه پېل کړل.

په دې وروستیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کرکېچ زور اخیستی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه