پښتو جرنل
د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني په خپل خپور شوي بیان کې ویلي چې
د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د جنایاتو په دوام، یو ځل بیا زموږ خاوره د بمباریو نښه شوې او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې زموږ ګډه وینه بیا په ډېرې بې رحمۍ بهول شوې ده. ددغه تېري د شهیدانو کورنیو او د کرښې د دواړو غاړو ولسونو ته د تسلیت په وړاندې کولو، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا دوعا کوم. ددغو وژنو مرتکبینو هېره کړې چې د یوه بې ګناه انسان وژنه د ټول بشریت وژنه ده او قاتلانو سره به یې د اعمالو جلا جلا حساب کېږي.
ښاغلي غني زیاتوي چې لسیزې وشوې چې د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو د ولسونو د ځپنې، او د ځینو کړیو د سیاسي ګټو له پاره هلته د تاوتریخوالي د پارونې او وژنې تګلاره پرله پسې پراخېږي. انګرېز استعمار له لویه سره دا کرښه د ګډ تاریخ، ګډ کلتور او ګډ فکر لرونکو ولسونو د بېلولو او د هغوی د ودې د مخنیوي له پاره ایستلې او د هغوی فزیکي امحا او وژنه یې دغه هدف ته د رسېدو وسیله ټاکلې وه.
هغه وویل ستونزې په وژلو، ځپلو او کړولو نه غوڅېږي، ددې له پاره عقل، تدبیر او منطق ته اړتیا ده. وینه هغه وخت درېدلی شي چې ټولو افغانانو ته په افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوڅو ته له نورو قومونو سره په ګډه په بلوچستان کې د سوله ییز ژوندانه، ودانۍ او سوکالۍ امکان او انتخاب ورکړ شي او افغانستان ته د ستراتېژیک سرحد د کتو پرځای، د هغه بشپړې خپلواکۍ ته درناوی وشي.
ښاغلی وايي د نړۍ اوسني تلاطم او ګڼو ننګونو ته په کتو به دا عقلاني نه وي چې د خپلو ستونزو د غوڅولو له پاره نړیوالو بنسټونو او قدرتونو ته سترګې ونیول شي. د سیمې د ولسونو د سوکالۍ او پرمختګ له پاره داسې تفکر او لیدلوري ته اړتیا ده چې دوې نیمې لسیزې وروسته د معاصر افغانستان درې سوه کلنۍ او د پاکستان د جوړېدنې سل کلنۍ ته په چمتووالي کې، د منطقوي همغږۍ، ولسي نېکمرغۍ او تلپاتې سولې له لارې د نورو بحرانونو مخه ونیولای شي.
اشرف غني زیاتوي زموږ د کوچنیانو، ځوانانو، مېرمنو او راتلونکو نسلونو برخلیک د نن او سبا په سنجولو او عملي اقداماتو تړلی او دا عملي اقدامات د همدغو قشرونو او ټول بشري ځواک له بشپړ ګډون پرته ناشوني دي. اوس انتخاب زموږ په خپل لاس کې او ډېر واضح دی: که د وینو پر لار ځو، باید د عواقبو او راتلونکو مسوولیتونو منلو ته یې هم چمتو و اوسو؛ که د ژوند لاره غوره کوو، هغه لازمي اجماع او مشروع نظامونه غواړي.


