سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د هوايي برید پخلی...

د پاکستان د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د هوايي برید پخلی کړی

ويب ډيسک

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د هوايي برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې د ټـ.ي ټـ.ي پـ.ي غړي یې په نښه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوچ د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې څلورو بریدونو د افغانستان سرحدي سیمې په نښه کړې دي.

هغه ویلي دي چې پدې بریدونو کې د ټـ.ي ټـ.ي پـ.ي مرکزونه په نښه شوي دي.

هغه ونه ویل چې په برید کې څومره کسان وژل شوي، خو ویلي یې دي چې په برید کې د ټـ.ي ټـ.ي پـ.ي یو شمېر جنګیالي هم وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، «د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د هېوادوالو ساتنه زموږ لومړیتوب دی.

بل لوري ته افغان واکمنو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د پاکستان هوايي برید غندلی او دا یې د افغانستان له خاورې ښکاره سرغړونه بللې ده.

ا.ا دا هم ادعا کړې چې په دې بریدونو کې د وزیرستان کډوال په نښه شوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۴۵ کسان وژلي دي.

بريد تېره ورځ مازديګر مهال د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په شاوخوا اووه کليو ترسره شو.

پاکستان تر دې مخکې د ټـ.ي ټـ.ي پـ.ي د غړو د له منځه وړلو لپاره د افغانستان سرحدي سیمې په نښه کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه