سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهآصف درانی : د افغانستان اوسنی حکومت ډ دولت چلولو ظرفيت نه...

آصف درانی : د افغانستان اوسنی حکومت ډ دولت چلولو ظرفيت نه لري

ويب ډيسک

افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی آصف درانی وايي طالبان د حکومتولۍ له اصولو لرې دي او لا هم د دولت جوړولو او پرمخ وړلو ظرفیت نه لري.

دراني په یوه تازه مرکه کې بیا افغانستان کې د پاکستاني طالبانو حضور ته په اشارې ویلي چې یاده ډله ۱۲ اصلي مشران لري چې اوسمهال ټول په افغانستان کې دي.

دراني زیاته کړې، طالبانو تل پاکستان ته ډاډ ورکړي چې په دې برخه کې به اقدامات وکړي، خو تراوسه هېڅ نتیجه نه ده ترلاسه شوې.

هغه وايي پاکستان له طالبانو دا غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي غړي دې اسلام آباد ته وسپاري یا دې لږ تر لږه له هغوی وسلې ټولې کړي.

درانی ټینګار کوي چې طالبان باید د ټي ټي پي د غړو پر ګرځېدو، کرښې اوښتو او پر پاکستان د بریدونو د دلایلو په برخه کې محدودیت وضع کړي.

د پاکستان چارواکي ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې یې پر هیواد بریدونه کېږي، خو طالبان یادې ادعاوې ردوي او په پاکستان کې شته ناامني د هغه هیواد کورنۍ موضوع بولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه