ويب ډيسک
ايټمي وسلې لرونکی پاکستان، د لرې پورې ګوزار کولو يا ويشتو د داسې ميزايل جوړولو وړتيا ترلاسه کوي چې د سويلي اسيا څخه بهر په امریکا کې دننه به هم اهداف په نخښه کولی شي.
دغه خبره د امریکې د ملي امنيت مرستيال سلاکار جان فاينر د زیارت په ورځ کړې ده.
هغه ويلي، د اسلام اباد د دغې رویې څخه په دغې اړه په حقيقي معنو کې پوښتنې راولاړې شوي چې د دې بېلسټک ميزايل پروګرام هدف څه دی.
جان فاينر دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې يوه ورځ وړاندې امریکې د پاکستان د بېلسټک ميزايل سره اړونده يوې رياستي ادارې په ګډون په څو ادارو نوي بنديزونه لګولي دي.


