ويب ډيسک
پاکستان د نور کله په څېر بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځايونو او فعاليتونو خبره تکرار کړې او ويلي يې دي، افغانستان کې پټ ترهګر د پاکستان دپاره ګواښ دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ پرون په 12م دسمبر اوونیزه خبري غونډه کې يوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو په پټنځايونو تحفظات لري، څوک چې په پاکستان کې ترهګري کوي، او دغه خبره د پاکستان او افغانستان ترمنځ ايجنډې په سر کې ده.
هغې ويلي، “مونږ تل د خبرو د لارې د دغه مسلې په هوارولو ټينګار کړی دی”.
بلوڅ زياته کړې، “مونږ د افغانستان نه تمه لرو چې يقيني کړي، چې ترهګرې ډلې به پاکستان ته خطره نه جوړيږي”.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياندې څرګندونو ته سمدستي کوم ځواب مخې ته نه دی راغلی.


