سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنوی فرمان:رسنۍ دې د موسیقۍ له خپرولو ډډه وکړي

نوی فرمان:رسنۍ دې د موسیقۍ له خپرولو ډډه وکړي

ويب ډيسک

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، په کابل کې يې د يو شمېر غږيزو رسنيو مسوولینو سره په لیدنه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې د موسيقۍ له خپرولو دې ډډه وکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې د دغه وزارت محتسبینو د کابل ولايت د يو شمېر غږیزو او چاپي رسنيو له مسوولینو سره نن لیدلي دي.

د دغه وزارت په  اعلامیه کې راغلي:”د پلازمینې کابل ښاري ریاست محتسبینو د یو شمېر چاپي او غږیزو رسنیو له مسؤلینو سره په اصلاحي لیدنو کې له هغوی وغوښتل چې د موسیقۍ له غږولو او داسې څه له خپرولو ډډه وکړي، چې له اسلامي احکامو او افغاني کتلور سره په ټکر کې وي.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه