دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه:پاکستان کې ۱۲۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

ملګري ملتونه:پاکستان کې ۱۲۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنري یا UNHCR وایي د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې، پاکستان کې ۱۲۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

د یادې ادارې تازه راپور ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو د نیولو شمېره ډېره لوړه وه او ټولټال ۸۵۰۰ افغان کډوال هغه هیواد کې نیول شوي دي.

تر دې وړاندې هم پاکستاني زندانونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو د نیول کېدو خبرونه خپاره شوي وو.

د افغان نوی حکومت له واکمنېدو څه موده وروسته د پاکستان حکومت په هغه هیواد کې د میشت افغانانو پر ویستلو لاس پورې کړ چې په دې لړ کې ډېر شمېر افغانان زندانونو ته واچول شول.

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په دې کسانو کې، هغه کسان هم شامل وو چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد یې لرل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه