دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان پوځ وايي :بیلابیلو عملیاتو کې ۴۳ وسله وال وژلي دي.

پاکستان پوځ وايي :بیلابیلو عملیاتو کې ۴۳ وسله وال وژلي دي.

ويب ډيسک

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې امنیتي ځواکونو د تېرو پینځوو ورځو په مهال خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې په بیلابیلو عملیاتو کې ۴۳ وسله وال وژلي دي.

د جمعې په ورځ د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي د ۱۲م او ۱۳م دسمبر په منځ شپه کې امنیتي ځواکونو د خفیه اطلاع په اساس د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې عملیات کړي اؤ ۶ وسله وال یې وژلي دي خو د پوځ بیان کې بیا د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو مخې ته نه ده راوړل شوې.

آي ایس پي ار دعوه کړې ده چې د ۹ دسمبر نه تر اوسه خېبر پښتونخوا کې ترسره شوؤ عملیاتو کې ۱۸ ترهګر وژل شوي دي.

پوځ همدا رنګه ویلي چې په ۱۳م دسمبر د بلوچستان په موساخېل اؤ پنجګور ضلعو کې دوه بیلا بیل عملیات شوي اؤ په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ۱۰ ترهګر وژلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه