سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفيض حمید باندې دولت ته د زیان رسولو په ګډون ګڼ تورونه...

فيض حمید باندې دولت ته د زیان رسولو په ګډون ګڼ تورونه لګول شوي دي

ويب ډيسک

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې پر لفټننټ جنرال ریټایرډ فیض حمید په سیاسي فعالیتونو کې د لاس لرلو او دولت ته د زیان رسولو په ګډون ګڼ تورونه لګول شوي دي.

بيان کې وئيل شوي چې په ۱۲م اگست ۲۰۲۴ کې د پاکستان د پوځ د قانون د اړوندو مادو لاندې د ليفټننټ جنرل ريټائرډ فيض حميد په ضد د فيلډ جنرل کورټ مارشل کاروائي پېل شوې وه.

په بل پړاو کې، فیض حمید په رسمي توګه غوره شوی دی.

د پاکستان استخباراتي اداری د پخواني مشر په اړه ائي ايس پي آر وئيلي دي چې هغه په سياسي فعاليتونو کښې د لاس لرلو، د آفيشل سيکريټ ايکټ خلاف ورزي، د رياست سلامتيا او مفاداتو ته نقصان رسولو او د اقتدار نه د استفادې تورونه لګولې شوي دي۔

پوځ دا هم وايي چې د فيض حميد د کورټ مارشل دوران د ګډوډۍ او ناکراريو په پېښو کې د لاس لرلو په اړه جلا پلټنې روانې دي. پدې کې د ۹ می ۲۰۲۳ شاوخوا پیښو په اړه تحقیقات هم شامل دي. په دې پېښو کې د ناوړه سياسي عناصرو د لاس لرلو او لاس لرلو په اړه هم پلټنې کېږي.

بيان کې وئيل شوي دي چې فيض حميد ته په کورټ مارشل کې دقانون مطابق ټول حقونه ورکول کيږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه