لیکنه: سعید أنصار
حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه د اسلام يو زړور، مدبر او مېړنى سالار و، چا ته چې د خداى جل جلاله نازولي پيغمبر د سيف الله ” د الله توره” لقب ور کړى و، ددې لقب پېښه داسې وه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د اسلام د پراختیا په موخه د هغه وخت د شا او خوا سيمو واکمنانو ته استازي ولېږل تر څو اسلام قبول کړي او د خداى جل جلاله شريعت ته غاړه کښېږدي، له دې صحابه کرامو څخه يو تن حضرت حارث بن عمير رضي الله عنه و چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د بصرې عيسايي حاکم حارث ابن شمر غساني ته ولېږه، کله چې حارث رضي الله عنه د بلقاﺀ د موتې سيمې ته ورسېد نو د هغه ځاى حاکم شرحبيل بن عمر حارث ونيو او په شهادت يې ورساوه.
کله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د حارث له شهادته خبر شو، نو د صحابه کرامو درې زره لښکر يې تيار کړ او د حارث بن عمير رضي الله عنه د غچ په موخه يې موتې ته واستاوه.
رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمایل، د لښکر امير به حضرت زيد رضي الله عنه وي، که هغه شهيد شو امير به حضرت جعفر بن ابي طالب رضي الله عنه وي، که جعفر هم شهيد شو نو عبدالله بن رواحه رضي الله عنه به د لښکر امير شي، د رواحه له شهادت وروسته دې سپاهيان په خپله خوښه امير وټاکي.
کله چې شرحبيل د مسلمانانو له لښکره خبر شو نو د روم له بادشاه يې مرسته وغوښتله، هغه هم يو لک لښکر ور کړ، کله چې د مسلمانانو لښکر موته ته را ورسېده په وړاندې يې يو لک لښکر ولاړ و، يو څه صحابه کرام وارخطا شول خو عبدالله ابن رواحه د لښکر مخې ته ودرېد او و يې ويل؛ اې صحابه کرامو زمونږ موخه شهادت او د خداى جل جلاله لقاﺀ ده، څه پروا که مو مخې ته يو لک لښکر ولاړ دى، د الله جل جلاله نوم واخلئ او يا فتحه راوړئ يا شهيدان شئ.
په صحابه کرامو کې روحيه پيدا شوه، درې زره لښکر يو لک لښکر سره ودرېده، د تورو او نېزو شړکهار و، حضرت زيد رضي الله عنه شهيد شو، قيادت جعفر واخیست، د جعفر يو لاس شهيد شو توره يې په بل کې واخيسته بل يې هم شهيد شو، په سينه جنګېده، اخر يې سينه هم د تورو ښکار شوه او د لوى رب لقاﺀ ته ستون شو، وار ابن رواحه ته ورسېده، ده رضي الله عنه په مېړانه جنګ وکړ، خو دښمن به له لرې د غشو او نېزو ګزارونه پرې کول، چې اخر دا ستورى هم له مداره ولوېده.
مجاهدینو سترګې يو خوا بل خوا غړولې، چې چا ته به قيادت ور کړي، ناڅاپه يې په خالد سترګې ولګېدې؛ خالد د لښکر قيادت واخيست، د دښمن لښکر ته ننوت، يوه توره به يې ماته کړله بله به يې را واخيستل، هغه چې به ماته شوه بله به يې را واخيست؛ نهه تورې يې ماتې کړې او لسمه د جنګ تر پايه ور سره وه.
رسول الله صلي الله عليه وسلم ته خداى جل جلاله د جنګ نقشه د هغه د مبارکو سترګو وړاندې ايښې وه، صحابه ور څخه را تاو و، د پيغمبر صلي الله عليه وسلم له سترګو اوښکې روانې وې ” اوس بيرغ د زيد په لاس کې دى، هغه شهيد شو اوس جعفر واخيست، هغه شهيد شو بن رواحه واخيست، هغه هم شهيد شو؛ رسول الله صلي الله عليه وسلم يوه شېبه غلى شو بيا يې وويل: اوس د الله جل جلاله تورې بيرغ پورته کړ او مسلمانانو ته فتحه نصيب شوه.
همدا خالد رضي الله عنه د ژوند وروستي کلونه د شام په حمص کې تېر کړل، د هغه ټول وجود د تورو او نېزو زخمونو نېولى و، خو شهادت يې نصيب نه شو، د شام کوڅې اوس هم د هغه رضي الله عنه د آس د پلونو نښې ساتي.


