پښتو جرنل
بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) له حاکمو چارواکو څخه غواړي چې په ټول هیواد کې د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او هوساینې د کلیدي عنصر په توګه د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه ومني.
د سږ کال د بشري حقونو د نړیوالې ورځې شعار ” زموږ حقونه، زموږ راتلونکی، همدا اوس” په دې ټینګار کوي چې څرنګه بشري حقونه افرادو او ټولنو ته توان وربخښي، ترڅو د یوې ښې راتلونکې په جوړولو کې مرسته وکړي، څرنګه بشري حقونه د حل لاره جوړیږي او همدارنګه په څه ډول د ټولو وګړو د ښېګڼې، خوندیتوب او بدلون لپاره د وقایې او مخنیوي په توګه مهم رول لوبوي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل: ” په خواشینۍ سره، موږ په افغانستان کې په دوامداره توګه د برعکس چارو شاهدان یو، د امنیت په برخه کې له ښه والي او د وسله وال تاوتریخوالی له کمښت سره سره، د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول له منځه تلو سره مخ دی، چې ښځې او نجونې یې زیان ګالي. ”
د حاکمو چارواکو د بشري حقونو ریکارډ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی سیستماتیک تبعیض په ګوته کوي، چې د زده کړې او کار په ګډون د ورځني او عامه ژوند له ډیرو حقونو څخه بې برخې شوې دي.
اغلې اوتنبایوا زیاته کړه: ” له واک سره مسؤلیت ملګری وي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه د حاکمو چارواکو ادعا باید د ګډو ارزښتونو او معیارونو د ساتلو او پرمختګ لپاره له ریښتینو هڅو سره یو ځای وي. ”
د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر پر ۱۰مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تصويب شوه، چې افغانستان د ملګرو ملتونو دیوه غړي په توګه د دغه تصويب ملاتړ وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ استازې، فیونا فریزر وویل: ” د بشري حقونو اسناد دیوې وسیلې په توګه رامنځ ته شول، تر څو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ټولنو سره مرسته وکړي چې د ځان لپاره یوه ښه راتلونکې جوړه کړي. که افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو حقونو څخه بې برخې پاتې شي، دا په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو د هوساینې په برخه کې د یوې څرګندې او قصدي ناکامۍ لامل کېږي. ”


