سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکورمه :پښتون قامي امن جرګه له یوې اونۍ خبرو اترو وروسته بېرته...

کورمه :پښتون قامي امن جرګه له یوې اونۍ خبرو اترو وروسته بېرته لاړه

راپور: رشید خان

د خیبرپښتونخوا او بلوچستان څخه راغلی پښتون قومي امن جرګه له یوې اونۍ خبرو اترو وروسته بېرته لاړه، په داسې حال کې چې په کوهاټ کې د کرم والسوالۍ د امن لپاره د خبرو اترو بهیر سبا هم دوام لري.

یاد دې وي چې د سیمې د تګ راتګ لارې  له ۶۲ ورځو راهیسې تړلې دي.
د جرګې غړي ملک نصیر کوکي خېل رسنیو ته ویلي چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان څخه راغلې پښتون قومي امن جرګه له یوې اونۍ خبرو وروسته د کرم والسوالۍ څخه بېرته لاړه.

ملک نصیر وویل چې په کرم والسوالۍ کې یوه خوا د خبرو په دوهمه ورځ جرګې ته د اوربند واک ورکړ، خو بل لوري د واک ورکولو لپاره مهلت وغوښت، چې له امله یې جرګې د کرم څخه د ستنېدو پرېکړه وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې درېیم قوت په کرم کې د امن پر ځای عملیات غواړي، له همدې امله خبرې اوږدېږي.
د جرګې بل غړي، مفتي کفایت الله وویل چې په کوهاټ کې هم د ګرینډ امن جرګه روانه ده او د پښتني روایاتو له مخې، د هغه د احترام په لکبله یې بېرته تګ غوره وباله، خو ډېر ژر به د کرم والسوالۍ د امن لپاره بیا راشي.
بلې خوا، په کوهاټ کې د ګرینډ امن جرګې کومه وروستۍ پرېکړه ونه کړه، او سبا به د خبرو اترو لړۍ بیا دوام ولري.

په کرم والسوالۍ کې د مسافر وړونکو موټرو په کاروانونو ډزې او نښتو له امله اوس له ۶۲ ورځو راهیسې لارې تړلې پاتې دي.

د دې له امله په سیمه کې د خوراکي توکو، تېلو او دواګانو کموالی راغلی دی، او د ګاز نشتون له کبله هوټلونه او تنورونه هم بند شوي، چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ایالتي اسمبلۍ غړي علي هادي عرفاني ویلي چې بهرنیو هېوادونو ته د کارګرو وېزې او ټکټونه ضایع کېږي او د زده کوونکو په ګډون د ژوند د بېلابېلو برخو خلک د تګ راتګ د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

له همدې امله دې اصلي لاره خلاصه او خوندي کړل شي.
د اطلاعاتو د ایالتي حکومتو سلاکار بیرسټر محمد علي سیف ویلي چې د درملو د کمښت د پوره کولو لپاره د وزیراعلا په لارښوونه د هیلي کاپټر له لارې د کمښت د ختمولو هڅه روانه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه