ويب ډيسک
نړۍوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي، د افغانستان خالص کورنی تولید ۲.۷ سلنې زیات شوی چې، د وروستيو اقتصادي زیانونو یوازې لس سلنې یې جبران کړي دي.
نړۍوال بانک ویلي، اقتصادي برخه کې د ښځو ګډون، د کورنیو سرچینو پياوړتیا، د بیو ثبات او د ښوونیزو او روغتیایي نیمګړتیاو لمنځه وړل په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې، د راتلونکو اقتصادي ننګونو د مخنیوي لپاره مهم دي.
که څه هم نړۍوال بانک دغه راپور کې د افغانستان ورو اقتصادي پرمختګ ته اشاره کړې خو زیاته کړې یې ده چې، افغانستان اوس هم د نا انډوله سوداګرۍ، د پانګونې لپاره د وړتیا کچې کمښت او د کورنیو سرچینو د کارونې په برخو کې له ننګونو سره مخ دی.
راپو کې راغلي، افغانستان کې بې وزلي اوس هم پر خپل ځای ده او د ټولنیز خوندیتوب میکانیزم نشتون له امله ښځې، ماشومان او بې ځایه شوې کورنۍ له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.


