سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله ایرانه د افغان کډوالو شا و خوا ۱۰۰ جنازې نیمروز ولایت...

له ایرانه د افغان کډوالو شا و خوا ۱۰۰ جنازې نیمروز ولایت ته لېږدول شوي دي.

ویب ډیسک

په نیمروز کې د افغان حکومت چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو شا و خوا ۱۰۰ جنازې نیمروز ولایت ته لېږدول شوي دي.

د نیمروز لپاره د واکمن حکومت د والي مرستیال سید سلیمان اغا بهیر پرون کورنیو رسنیو ته ویلي، کله‌کله په ورځ کې څو جنازې هم دغه ولایت ته لېږدول کېږي، چې اکثریت کسان په ډزو ویشتل شوي دي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده، چې له ایرانه د پاکستان په‌‌‌څېر د افغان کډوالو ډله‌‌‌ییز اخراج روان دی.

د ایران د کورنيو چارو وزارت تر دغه اعلان وروسته چې ویلي یې وو، تر ۱۴۰۳ لمریز کال پورې به شا و خوا دوه ميلیونه غیرقانوني افغانان له ایرانه وایستل شي، په‌‌دې هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه