سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزی: اولس دې له پوځ سره نه جنګېږي.

محمود خان اڅکزی: اولس دې له پوځ سره نه جنګېږي.

پښتو جرنل
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان خان اڅکزي د کوټې د مطبوعاتو دوتر کې یوه مطبوعاتي غونډې ته په وینا کې وویل چې
د فبرورۍ اتمې د ټاکنو پایلې بدل شوې او د ولس مینڈیټ غلا شوی دی. او هغه زیاته کړه چې
په قومي اسمبلۍ کې د آئین سپکاوی شوی دی
او د اولس بنسټیز حقوق تر پښو لاندې شوي دي.

محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې په اوسنیو حالاتو کې چې کوم حکومت دی، هغه کې نه بیانېدونکې اداري فساد روان دی.
ښاغلي اڅکزي وویل یو یو ووټ د اویا کروړه روپیو په بدل کې اخیستل شوی دی.

محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې پاکستان په بحران کې دی، پرامنه احتجاج ته اجازه نه ورکول کېږي.

ښاغلي وويل د خیبر پښتونخوا وروسته په پنجاب کې هم تحریک انصاف اکثریت ترلاسه کړی و خو هغو ته د احتجاج حق هم نه ورکول کيږي
په اسلام اباد کې پرامنه احتجاج کوونکي په ډي چوک کې ډزې يي وکړې چې لکبله يي د تحریک انصاف غړي ووژل شول.

محمود خان اڅکزي وویل د آئین د واکمنۍ پرته هېواد نه شي چلېدلای، د هېواد داخلي او بهرني پالیسۍ باید آزادې وي ،هره اداره باید په خپل حدودو کې کار وکړي چې هېواد له بحران څخه راووځي.

ښاغلي اڅکزي وویل چې موږ د اسلام دعوه کوونکي یو، خو خلک مو پرته له کومه ګناه وژل کېږي په ږوب، راړه شم او هرنايي کې بې ګناه خلک وژل شوي، خو څوک نیول شوي نه دي.

ښاغلي زیاته کړه هغه ریاست چې ولس ته امن نه شي ورکولی، د حکومت کولو حق نه لري. د پاکستان اوسنی حکومت دوه نمبر حکومت دی موږ یې نه منو.
هغه زیاته کړه چې مونږ غوښتنه کوو چې په ډي چوک کې د وژل شوو کسانو مقدمه د وزیراعظم، د داخله چارو وزیر او د پولیسو آی جي پرضد درج شي.

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه چې زمونږ د کړنو لکبله نړۍ جمهوري هېوادونو نه غواړو چې زموږ ملاتړ وکړي.
حکومت باید د آئین په چوکاټ کې پاتې شي د تحریک انصاف بانی باید په ضمانت خوشې کړل شي.

محمودخان خان اڅکزي وویل که ولس راپورته شو، نو هېواد به ټوټې ټوټې شي. د ډي چوک د پېښې عدالتي پلټنې دې وشي.

ښاغلي زیاته کړه هغه د شهباز حکومت دې حالات قابو کړي، خلک له ادارو څخه بېزاره شوي دي. د پاکستان حکومت دې امن راولي یا دې زموږ ژوند ته پرېږدي.

ښاغلي اڅکزي وویل که چا ته پاکستان ګران وي، نو توبه دې وکړي.د بحران په وخت کې به غریب خلک هېواد ژغوري، نه د هېواد لوټونکي. د پاکستان ادارې دومره کمزورې نه دي چې د ماشومانو تښتوونکي ونه پېژني.

محمودخان اچکزي ولس دې له پوځ سره نه جنګېږي. ټول سیاسي ګوندونه دې سره کښېني او په درې یا څلور میاشتو کې دې نوې ټاکنې وکړي، او چې څوک بریالی شي هغه ته دې حکومت ورکړل شي

محمود خان اڅکزي وویل چې د بلوچستان اسمبلۍ د کومې پرېکړې هېڅ حیثیت نشته.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه