ويب ډيسک
د افغانستان د زعفرانو اتحادیې مرستیال، سید عبدالواحد سادات وايي چې اوس مهال په هرات ولایت کې له ۵۰ تر ۶۰ زره ښځې د زعفرانو د پروسس په برخه کې کار کوي.
د زعفرانو د اتحاديې په حواله د يکشنبې په ورځ (د قوس د مياشتې په ٤ مه) ویلي چې په افغانستان کې د زعفرانو د پروسس ٨٥ سلنه برخه د ښځو له خوا ترسره کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د زعفرانو کښت زیات شوی او د نړیوالو پیرودونکو پام یې ځان ته اړولی دی.
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د پاریس د ۲۰۲۴ کال په نندارتون کې د ۶۰۰ کیلوګرامو افغان زعفرانو د پلورلو تړون لاسلیک شوی دی.
تر دې مخکې د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ۷۷،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۳۵ ټنه زعفران او هنګ صادر شوي دي.
افغان زعفران د خپل مشهور خوند له امله د نړۍ یو له غوره زعفرانو څخه شمیرل کیږي.


