یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبينن د ای‌پي‌اېل بولۍ په عربستان کې ترسره کېږي

نن د ای‌پي‌اېل بولۍ په عربستان کې ترسره کېږي

ويب ډيسک

د ۲۰۲۴ کال د هند غوره لیګ(ای‌پي‌اېل) د لوبډلو لخوا د لوبغاړو پېرلو د بولۍ مراسم به نن او سبا د سعودي عربستان په جده ښار کې تر سره شي.

د هند غوره لیګ د لوبډلو لخوا د لوبغاړو پېرلو د بولۍ مراسم به نن د نومبر ۲۴مه د ماسپښین دوه بجې او سبا د نومبر ۲۵مه د سعودي عربستان په جده ښار کې تر سره شي.

د هند غوره لیګ ته دا ځل به د ۱۶ مختلفو هېوادونو څخه ۴۰۹ بهرني لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي.

له دغې جملې څخه ۲۹ لوبغاړي له افغانستان څخه یاده بولۍ ته وړاندي شوي وو چې یوازې ۱۸ یې شارت لېست شوه.

همداراز د هند له داخلي لوبغاړو څخه به ۱۱۶۵ لوبغاړي په بولۍ کې پېرلو ته وړاندې شي چې له دې سره ټولټال به ۱۵۷۴ لوبغاړي د ای‌پي‌اېل بولۍ مراسمو کې پېرلو ته وړاندې شي.

دا ۱۸ افغان لوبغاړي چې خپل بخت به ازمایي لومړنۍ بیې یې په لاندې ډول دي:

الله‌محمد غضنفر۷۵ لکه، عظمت‌الله عمرزی یو نیم کروړ، محمد نبي یو نیم کروړ، ګلبدين نايبیو کروړ، فضل الحق فاروقي دوه کروړه، نجيب‌الله ځدران ۷۵ لکه، ابراهيم ځدران ۷۵ لکه، قيس احمد ۷۵ لکه، کريم جنت ۷۵ لکه، ظاهر خان ۷۵ لکه، فريدون داودزی ۳۰ لکه، ننګيال خروټی ۷۵ لکه، صديق الله اتل ۷۵ لکه، رحمن‌الله ګربز دوه کروړه، نوراحمد لکڼوال دوه کروړه، وقار سلام خېل، ۷۵ لکه، نوين الحق دوه کروړه، مجيب الرحمن دوه کروړه شارت لېست شوي.

باید وویل شي چې د هند غوره لیګ په راتلونکي پړاو  کې یوازې «راشد خان» د خپلې لوبډلې لخوا ساتل شوی او نور ټول افغان لوبغاړي به بولۍ ته وړاندې شوي دي.

اینډیا ټوډې ورځپاڼې د لړم پر ۱۰مه ویلي وو چې راشد خان ‏په ای‌پي‌اېل ګجرات له بولۍ پرته د ‏۱۵ کروړه هندي روپیو په بدل کې ځان سره ساتلی دی.

د یادولو ده چې د ای‌پي‌اېل د نړۍ په کچه ستر سوادګریز لیګ دی چې له راشد خان پرته پکې نور احمد، نبي عیسی‌خېل، الله‌محمد غظنفر، نوین الحق، عظمت‌الله عمرزی، ګلبدین نایب، رحمن‌الله ګربز او فضل الحق فارقي له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېدلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه