په کرم والسوالۍ کې پرون ماښام د بېلابېلو کلیو ترمنځ جګړه پیل شوې چې تر دې دمه دوام لري، په دې جګړه کې تر اوسه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شوي دي.
د لوئر کرم د بګن او علیزۍ سیمې ترمنځ پرون ماښام حالات ترينګلي شول، او د دواړو خواوو ترمنځ جګړه ونښته چې تر اوسه روانه ده. تېره شپه دواړو خواوو یو بل د درنو او اتومات وسلو په وسیله په نښه کړل. دواړه لوري یو بل ته د درنو وسلو نه کار اخلي.
د پېښې پیل د ۲۱ نومبر په ورځ هغه مهال وشو کله چې په یوه مسافر کاروان وسله والو برید وکړ. د مسافر ګاډو په برید کې ۷ ښځې، ۳ ماشومان او ۴۳ نور کسان وژل شوي وو. له دې وروسته حالات له کنټروله ووتل او دواړه خواوې د یو بل پر وړاندې مورچو ته وختې. تېره شپه دواړو خواوو د یو بل پر خلاف لښکر کشي وکړه، چې په ترڅ کې یې دوکانونو او کورونو ته هم زیان ورسېد.
د کرم والسوالۍ په درې بېلابېلو ځایونو کې جګړه روانه ده. په دې کې د اپر کرم د کنج علیزۍ او مقبل سیمې، او د لوئر کرم د بالش خیل، خار کلی، بګن او علیزۍ سیمې شاملې دي. د پولیسو په وینا په تازه قبایلي نښتو کې تر اوسه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
د درنو او اتومات وسلو د استعمال له کبله په بېلابېلو سیمو کې خلک په ویره او ډار کې دي.
له ډېرو کلیو د کډې کولو لړۍ هم روانه ده. په ټل کې یو تن ویلي چې تر دې دمه ډېرې کورنۍ ټل ته رسېدلې دي، په داسې حال کې چې له بالش خیل، خار کلی او علیزۍ نه هم خلک کډې کوي.
د کرم ضلع خرابو حالاتو ته په کتو لوړ پوړي حکومتي چارواکي د هیلی کاپټر په وسیله پاراچنار ته رسېدلي دي. هغوی به د قبایلي مشرانو سره د اوربند او دایمي سولې لپاره جرګې وکړي.
د والسوالۍ چارواکو په وینا، د ۹ ډیو کوهاټ جی او سی میجر جنرل ذوالفقار علي بھټي هم پاراچنار ته رسېدلی دی. نن په ۲ بجې د ګورنر کټیج پاراچنار کې مهمه جرګه تمه کېږي.
پاراچنار ښار کې نن هم چاپېریال د ویر او غم په حالت کې دی. ټول کاروباري مرکزونه د غم ورځ په توګه تړل شوي دي. د کرم والسوالۍ ټول تعلیمي ادارې هم ټرل شوې دي.
پاراچنار د نورو والسوالیو سره نښلیدونکې یوازینۍ سړک د اکتوبر ۱۲ راهیسې تړلې ده، چې له امله یې د اپر کرم خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. په سیمه کې د خوراکي توکو، سون موادو، دواوو او نورو اړتیاوو کمی هم احساسېږي.


