یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيهرات کې له ۵۰ زرو ډېرې ښځې د زعفرانو د پروسس په...

هرات کې له ۵۰ زرو ډېرې ښځې د زعفرانو د پروسس په صنعت کې کار کوي

ويب ډيسک

د افغانستان د زعفرانو اتحادیې مرستیال، سید عبدالواحد سادات وايي چې اوس مهال په هرات ولایت کې له ۵۰ تر ۶۰ زره ښځې د زعفرانو د پروسس په برخه کې کار کوي.

د زعفرانو د اتحاديې په حواله د يکشنبې په ورځ (د قوس د مياشتې په ٤ مه) ویلي چې په افغانستان کې د زعفرانو د پروسس ٨٥ سلنه برخه د ښځو له خوا ترسره کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د زعفرانو کښت زیات شوی او د نړیوالو پیرودونکو پام یې ځان ته اړولی دی.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د پاریس د ۲۰۲۴ کال په نندارتون کې د ۶۰۰ کیلوګرامو افغان زعفرانو د پلورلو تړون لاسلیک شوی دی.

تر دې مخکې د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ۷۷،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۳۵ ټنه زعفران او هنګ صادر شوي دي.

افغان زعفران د خپل مشهور خوند له امله د نړۍ یو له غوره زعفرانو څخه شمیرل کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه