ویب ډیسک
د پاکستان پوځ منلې چې د بلوچستان په قلات سیمه کې تېره ورځ د وسله والو په برید کې 7 عسکر وژل شوي اؤ ادعا یې کړې ده چې په دغه مهال نښته کې 6 ترهګر هم وژل شوي دي.
بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې ددې برید ذمه واري قبوله کړې اؤ وایي ډير زر به له رسنیو سره په برید کې د اوښتو زیانونو په اړه تفصیلات شریک کړي.
په دوؤ اوونیو کې دننه په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو دا دریم ستر برید دی چې د امنیتي عسکرو په ګډون پکې تر 35 زیات کسان وژل شوي دي.
د پوځ ویاندې ادارې ای ایس پي آر پخپل بیان کې ویلي، د 15م او 16م نومبر په منځ شپه کې ترهګرو د قلات ضلعې په شاه مردان سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته د برید کولو هڅه کړې ده.
د ای ایس پي آر د بیان له مخې په دغه مهال “پوځيانو په مړانې سره د ترهګرو مقابله کړې اؤ په نښته کې شپږ ترهګر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي”.


