سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکوټه کې یو ماشوم تښتول شوی

کوټه کې یو ماشوم تښتول شوی

ویب ډیسک

د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د جمعې په ورځ تر ټولو سخت ټرافیک جام شو، چې څو ساعته یې دوام وکړ، ځکه چې قبایلو او د یوه تښتول شوي یوولس کلن هلک د کورنۍ غړو د احتجاج په توګه مرکزي زرغون سړک بند کړ.

دغه هلک له ښوونځي څخه کور ته د تګ پر مهال وتښتول شو.

د پوليسو ترمخه هغه په سکول وين کې کور ته روان وؤ چې په پتيل باغ سيمه کې يې کور ته نزدې وسله والو کسانو گاډى درولى اؤ دغه هلک يې تښتولى دى چې ديو مشهور قومي مشر زوى دى.

له پېښې وروسته د قبایلو او د سیاسي ګوندونو د کارکونکو په ګډون ګڼ شمېر خلک راټول شول او د زرغون روډ په اوږدو کې یې ګڼې لارې بندې کړې چې له امله یې د کوټې په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکو ګڼه ګوڼه رامنځته شوه.

مظاهره چیانو د کوټې- چمن لویه لار په یارو او سرانان سیمو کې هم بنده کړې چې له امله یې د کوټې او چمن تر منځ ترافیکي تګ راتګ بند شوی دی.

لکه څنګه چې مظاهره چیانو ټایرونو ته اور واچاوه او لوی سړکونه او چوکۍ یې بندې کړې، کوټه د څو ساعتونو لپاره د لوی ترافیک جام شاهد و چې ورځنی ژوند یې سخت ګډوډ کړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه