ویب ډیسک
د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني او ترکې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د داسې حکومت د رامنځته کیدو وړاندېز کړی چې د افغانستان ټول وګړي په کې ځان وګوري.
دغه دواړو مشرانو پرون په انقره کې سره لیدلي او په افغانستان کې یې د بشري حقونو پر وضعت او د د دایمي سولې د ټينښکت په اړه یې سره خبرې کړي.
ددغې ناستې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ یو لړ هوکړې او تړونونه لاسلیک کړي او یوه ګډه وینا پاڼه یې هم خپره کړې ده.
په دغه وینا پاڼه کې راغلي: «دواړو خواو په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي او په هغه هېواد کې د ټول ګډونه حکومت په جوړولو ټینګار کړی.»
د دواړو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د دایمي سولې په ټینګښت کې خپلې ژمنې له سره تازه کړې.


