ویب ډیسک
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي، دغه وزارت د مخابراتي شبکو ارزونه کړې چې لمخې به یې نوې بیې ټاکل کیږي او د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو خدمتونو بیې به راټیټیږي.
عنایت الله الکوزی وایي، د هېواد په مخابراتي مارکیټ کې د لومړي ځل لپاره د فریکونسۍ داوطلبي ترسره شوه چې پکې د ۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۸ میګا هرټز فریکونسي مخابراتي شرکتونو ته په اجاره ورکړل شوه چې مخابراتي شرکتونه به ورسره په هېواد کې د انټرنیټ 4G خدمتونه وړاندې کوي.


