دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنواز شریف وايي، که د هند کرېکټ لوبډله پاکستان ته ورغلې وای...

نواز شریف وايي، که د هند کرېکټ لوبډله پاکستان ته ورغلې وای دا به ښه وه

ویب ډیسک

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف وايي، که د هند کرېکټ لوبډله د چمپین ټرافۍ سیالیو لپاره پاکستان ته ورغلې وای دا به ښه وه؛ خو په وینا یې تمه شته چې راتلونکي کې داسې وشي.

هغه ویلي اوس د دې اړتیا لیدل کېږي چې هند سره پخوانۍ اړیکې بېرته ورغول شي او که کومه ستونزه په کې وي باید حل شي.

شریف همدارنګه هیله ښودلې چې هند سره یې اړیکې سمېږي او په وینا یې کومه لویه ستونزه ورته په کې نه ښکاري.

د هند کرېکټ بورډ ویلي ټیم یې د کرېکټ چمپین ټرافۍ سیالیو کې ګډون لپاره، د امنیتي ستونزو له کبله پاکستان نه ځي.

هند وړاندیز کړی چې یادې لوبې دې دوبۍ یا سویلي افریقا کې وشي، خو د کرېکټ ځینې کارپوهان وايي، ښايي د دواړو هیوادونو د دې مخالفت له امله، د کرېکټ دا سیالۍ لغوه شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه