دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنينن د افغان ملت تر منځ ډيورنډ کرښه ۱۳۱ کلنه سوله

نن د افغان ملت تر منځ ډيورنډ کرښه ۱۳۱ کلنه سوله

لیکنه: سردار ولي

 

۱۸۹۳ع کال نومبر کي ستري لوبي یو خپلواکه او يو ملت سیمه د انگلستان او روسيې په گټه رامنځ ته کړه او لا هم افغان احمدشاهي ملت دوې ټوټې پروت دئ!

 

دې يوه طرفه پرېکړه کي انګريزانو د افغانستان خاوره په دریو برخو وویشل، د پښتنو سرحد چي پينډۍ ته نږدې وو، تر قبايلو ئې په خپله قبضه کړ، وزيرستان او قبايل چي د پښتنو د ملا تير وو، د ازاد قبایل په نوم او بله برخه یې نننی افغانستان سو.

 

دغي کرښي د اراضۍ تجزیه یا ویشنه نه ده رامنځ ته کړې، بلکي یوازي د سیاسي نفوذ په ډول ئې دوې سیمي په ګوته کړې او دا کار ئې ددې لپاره وکړ چي د افغانستان امیر ونسي کولای چي په قبایلي سیمو کي خپل نفوذ پراخ کړي، ځکه چي دغه نفوذ په واقیعت کي په سیمه کي د بریتانوي هند نفوذ ته ګواښ پېښاوه او د افغانستان ځواک یې زياتوه.

 

د انګرېزانو د هغه وخت معتبرو څېړنو پايلي ښيي چي د سلېمان د غرونو لمنو کي اداري سرحد د هندوکش په وړاندي ډیلي ته تر ټولو نژدې او مهم وو.

انګریزانو چي په هند کي یې خپله امپراتوري جوړه کړې وه وپتیله چي دا ځل له هندوکشه لیري کرښه رامنځ ته کړي، اول ځل ئې په ۱۸۳۹ع او دوهم ځل په ۱۸۷۸ع کال کي پر افغانستان له همدې امله يرغل او هڅه وکړه چي د هندوکش په غرونو کي د بریتانوي هند د خوندیتوب لپاره پوله رامنځ ته کړي، خو دواړه ځلي بریالي نسول او په دریم ځل دوی هڅه وکړه چي د ډیورنډ کرښه د سیاسي نفوذ د جلاوالي لپاره رامنځ ته کړي او افغانستان یې په دغه ویش سره په یوه جلا برخه کي وساته چي افغانستان خپلواک پاته سي او د روسيې امپراتوري او د هغو ازادو قبایلو تر منځ یو حایل یا دیوال وي چي د افغانستان له بدنه (وجوده) د یوې ازادي سیمي په توګه جلا سوه چي په حقیقت کي دا سیمي [ازاد قبایل بیا افغانستان]د برتانوي هند او روسیې د امپراتوری ترمنځ دوی ته دوه مهم دیوالونه وي او برتانیه د هند په اداري سرحد کي چي د سلیمان د غرونو په لمن کي پروت دئ د روسیې له نیغ برید وړاندي دوه مهم سنګرونه په لاس کي ولري.

 

د برتانویانو موخه داوه چي که پر هند برید کیږي، نو لومړی په دغو دوو سیمو کي ښه خسته او له پښو وغورځول سي. په همدې بنسټ موږ ګورو چي دوی هم د هندوستان لپاره یو خوندي سرحد تر لاسه کړ او له بل پلوه دوی د پښتنو له اداره کولو او مستعمره کولو چي له خپل دودیز سیستم پرته یې بل هیڅ ډول اداره نه منله؛ ځان خلاص کړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه