سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهترکيې په تېرو دوو ورځو کې ٣٢۵ افغان کډوال اېستلي او بېرته...

ترکيې په تېرو دوو ورځو کې ٣٢۵ افغان کډوال اېستلي او بېرته يې هېواد ته استولي دي

ويب ډيسک

ترکيې په تېرو دوو ورځو کې (د لړم په ١٨مه او ١٩مه) ٣٢۵ افغان کډوال اېستلي او بېرته يې هېواد ته استولي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کډوال د الوتکې په وسیله کابل ته لېږدول شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې هغه کسان چې «قانوني اسناد» یې هم درلودل د ترکیې د حکومت له خوا بېرته هېواد ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېسيون په غونډه کې ویلي وو، چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له ۸ میلیونو ډېر کسان له افغانستانه وتلي دي.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون تر دې مخکې په نړۍ کې د ناقانونه کډوالۍ احصایې وړاندې کړې وې، چې په یوه راپور کې یې ځورونه، جګړه، تاوتریخوالی، له بشري حقونو څخه سرغړونه او یا هغه پېښې چې عامه نظم په جدي توګه ګډوډوي د کډوالۍ مهم عوامل بلل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه