سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخلیلزاد وايي :پاکستان پوځ باید خپلو اصلي مسوولیتونو ته متوجه شي

خلیلزاد وايي :پاکستان پوځ باید خپلو اصلي مسوولیتونو ته متوجه شي

ويب ډيسک

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کوېټې پرونۍ پېښې ته په اشارې وایي چې د پاکستان پوځ باید خپلو اصلي مسوولیتونو ته متوجه شي او د پاکستان د خلکو امنیت او خوندیتوب باید وساتي.

هغه زیاتوي چې اوس د پاکستان پوځ د دې کارونو پر ځای خپله انرژي په سیاسي او قضايي برخو کې پر لاسوهنو مصرفوي او حتی اقتصاد ته ورننوتي.

خلیلزاد همدارنګه خبرداری ورکوي چې د پوځ دا کارونه پایلې لري او هغه اوس څرګندې دي.

د کوېټې د رېل په تمځای کې پرون ځانمرګی برید وشو چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول او ۶۰ نور ټپيان شول.

د برید مسوولیت د بلوڅ آزادۍ ځواک واخیست او ادعا کوي برید پر هغو پوځیانو کړی و چې له روزنې وروسته کورونو ته ستنېدو لپاره رېل ته په تمه وو.

پاکستانۍ رسنۍ وایي په یاد برید کې له ۶ تر ۸ کیلوګرامو باروت کارېدلي وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه