ويب ډيسک
د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د خالي په ورځ د شوي ځانمرګي برید نه وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا په افغانستان تورونه لګولي چې خاوره یې د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارول کیږي .
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جیو نیوز ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ویلي، د طالبانو حکومت له خپلې خاورې د ترهګرو د فعالیتونو په مخنیوي کې ناکام شوی اؤ مونږ ته به ددې پرضد غوڅ یا فیصله کن ګامونه اخستل وي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت لا په سمدستي توګه د پاکستان دې تازه تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د کوټې په ځانمرګي برید یې خفګان ښکاره کړی دی.
د خالي د ورځې په سهار د کوټې په ریلوې سټېشن کې یو ځانمرګي برید کې د 14 پاکستاني پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي او تر 60 زیات نور ژوبل شوي ؤؤ.


