پښتو جرنل
لورالاي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا راغوښتل شوې اولسي امن جرګې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اچکزئې وینا وکړه هغه وویل چې په ټول هیواد کې هره ورځ د ترهګرۍ پېښې کېږي چې په کې بې ګناه وګړي، په ځانګړي ډول پښتانه وژل کېږي.
محمود خان اڅکزي د جرګې ګډونوالو ته وویل چې ریښتیا وایو پاکستان خپه کیږه که دروغ وايو نو الله خپه کیږي مونږ به رښتيا وایو.
ښاغلي اڅکزي زیاته کړه چې پارلمان په دې حالت کې بې وسه ده او ریاست او د هغې ادارې د خلکو پر وړاندې حساب ورکولو ته چمتو نه دي.
د هرې ترهګرۍ پېښې نه وروسته ولس له نورو ستونزو او سختو سره مخ شي او په اولس د امنیت په نوم د هغوی سیاسي او مدني آزادۍ باندې بندیزونه لګول کېږي.
اچکزئې زیاته کړه چې د اوسنۍ وضعیت سره د مقابلې لپاره پښتنو سره پرته له دې چې خپل اتحاد پیاوړی کړي او جرګې ترسره کړي او خپل تګلاره وټاکي، بله لار نشته.
هغه وویل چې د ډبرو د سکرو په کانونو کې د ایف سي او نورو امنیتي ادارو په وړاندې هره ورځ کارګران وژل کېږي، ټرکونه سوځول کېږي او پیسې غوښتل کېږي.
نن په کوټې کې د اور ګاډو په تمځای کې چاودنه وشوه او په کې ګڼ شمېر بې ګناه وګړي د د ې ترهګرۍ ښکار شول.
د دې پېښو سره سره، امنیتي ادارې او حکومت یوازې رسمي غندنې کوي او ځانونه خلاص ګڼي.
ښاغلي اڅکزي وویل چې یوې خوا ته د پاکستان اساسي قانون پوځي او ملکي بیوروکراسي له سیاست کې مداخلت څخه منع کوي، بلې خوا ته کور کمانډران او د ایف سي آئي جي جرګې کوي، چې یو سیاسي عمل دی. اچکزئې دا خبره وغندله چې امنیتي ځواکونه او استخباراتي ادارې د ولس د جرګو جوړولو مخنیوی کوي او د هغوی د غږ پورته کولو هڅه کمزوري کوي.
اچکزي زیاته کړه کله چې استخباراتي ادارې د خپلو ګټو لپاره کار کوي، نو هغه سختې ستونزې هوارې کړي، خو بلې خواه ته د ترهګرۍ مخنیوي کې پاتې راغلي هغه په حیرانتیا سره وویل، که شاوخوا امنیتي ځواکونه شتون لري ، نو بيا ترهګر څنګه دومره لوی برید کوي او وروسته تښتي او امنیتي ادارې هېڅ ترې خبر نه وي.
هغه وویل چې د اوسني نړیوال او سیمه ییز بې ثباته سياسي حالاتوپه وخت کې، د پاکستان استخباراتي ادارې د مخالفو مشرانو، کارکنانو او پارلمان غړو په تعقیب بوختې دي، چې چا سره یې لیدلي، چا د فرورۍ اتمې نېټې انتخابات باندې تنقید کړی، یا پارلمان کې د دوی د خوښې خلاف رایه ورکړې ده.
اچکزي وویل چې پښتانه ښه مسلمانان دي او د هېڅ قوم سره دښمني نه لري، خو بیا هم د هغوی بې ګناه وینه تویېږي. د پښتنو ستونزه نه قومي ده او نه مذهبي، بلکې دا د پښتنو د خزانو او له قدرتي شتمنيو ډکوالي سره سم د ستراتیژیک لحاظه مهم وطن او د هغوی د خپلواکۍ حق ستونزه ده.
په پای کې، اچکزي په ژوب او کوټه ډویژن کې هم د ولسي امن جرګو د جوړولو اعلان وکړ.


