سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمد اورنګزیب وایي هیڅوک تیار نه دي چې پاکستان ته د...

محمد اورنګزیب وایي هیڅوک تیار نه دي چې پاکستان ته د خپلو بهرنیو اسعارو په ذخیرو کې د اضافې لپاره پېسې ورکړي

ویب ډیسک

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب وایي اوس هیڅوک تیار نه دي چې پاکستان ته د خپلو بهرنیو اسعارو په ذخیرو کې د اضافې لپاره پېسې ورکړي یا هم ورته د خپلو پورونو موده وغځوي.

څېړونکي باور لري چې د پاکستان اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ دی، ځکه چې وایي د هېواد برآمدات د 30 اربه ډالرو په شاوخوا کې بند پاتې دي او په راتلونکو دريوؤ کلونو کې هر کال به ورته د 24 نه 25 اربه ډالرو پورې د پورونو بېرته ستنول ورپه غاړه وي.

د ډان نیوز د رپورټ تر مخه تېره ورځ اسلام اباد کې یوې ادبي مېلې ته وینا کې د خزانې وزیر ویلي اوس به شخصي شعبې ته مخې ته راتګ پکار وي چې هیواد پرمخ بوځي .

د محمد اورنګزیب په وینا، حکومت د چین، سعودي عرب، متحده عرب امارات اؤ نورو دوستو هیوادونو سره د سرمایه کارۍ لپاره هڅې کوي اؤ وزیراعظم هم د بهرنۍ سرمایه کارۍ په اړوند ډیر واضحه دی ، اوس به هر څه د کاروبار په بدل کې د کاروبار په کچه کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه