ويب ډيسک
د پاکستان د پښتونخوا اؤ سیند صوبو څخه د پولیو دوه نورې پېښې مخې ته راغلې دي چې دې سره پاکستان کې د روان کال په مهال د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 48 ته رسېدلې ده.
په اسلام اباد کې د صحت د قامي ادارې د پولیو د مخنیوي ریجنل ریفرنس لیبارټرۍ سرچینو ویلي په خېبر پښتونخوا کې د پولیو تازه پېښه له ډيره اسماعیل خان اؤ په سیند صوبه کې له ګوټکي څخه ریکارډ شوې ده.
تر دې وړاندې هم د روانې میاشتې په پیل کې د ډيره اسماعیل خان څخه د پولیو یوه پېښه مخې ته راغلې وه اؤ ددې تازه پېښې د تصدیق سره سږکال ډيره اسماعیل خان نه د پولیو مخې ته د راغلو پېښو شمېره دریوؤ ته رسېدلې ده.


