سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه کابل کې چاودنه شوې

په کابل کې چاودنه شوې

ويب ډيسک

راپورونه وايي چې په کابل کې د لویې څارنوالۍ د دروازې مخې ته چاودنه شوې ده.

چاودنه د دوشنبې په ورځ سپتمبر دویمه (سنبله۱۲) په ځایي وخت د مازدیګر په ۴:۱۵ په دارالامان کې شوې ده.

لومړي راپورونه وایي چې چاودنه هغه وخت شوې چې مامورین له کارونو څخه رخصت شوي وو او کورونو ته روان وو.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا چاودنه تائید کړې ده خو د څرنګوالي او تلفاتو په اړه یې څه نه دي‌ ویلي.

تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د دغې چاودنی مسئولیت نه دی اخیستی، خو د طالبانو په واکمنۍ کې د اکثریت بریدونو مسئولیت د
داعش ډلې منلی دی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه