سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان کې ترافيکي پېښه؛ ۱۰ کسان مړه او ۳۰ ټپيان شوي

پاکستان کې ترافيکي پېښه؛ ۱۰ کسان مړه او ۳۰ ټپيان شوي

ويب ډيسک

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد يو شمېر شعيه زيارت کوونکي چې له ايران څخه راستنېده، د بلوچستان په مکران سيمه يې موټر ټکر کړی چې له امله یې ۱۰ کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

د جیو نیوز په نوم پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی چې دا شيعه زيارت کووني د لاهور او ګوجرانواله سيمې اوسېدونکي دي او اوسمهال پنجاب ته پر لاره روان وو.

تر دې څو ورځې هم ايران کې د پاکستاني زيارت کوونکو يو بس موټر ټکر کړی و چې ۳۵ کسان په کې مړه شوي وو او ۱۵ نور ټپيان وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه