سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان په موسا خېل کې وسله والو ۲۳ مسافر وژلي دي

د پاکستان په موسا خېل کې وسله والو ۲۳ مسافر وژلي دي

د موسی خېل سيمې د پوليسو مشر ايوب اچکزي رسنيو ته ويلي نا معلومو وسله والو کسانو تېره شپه په د موسی خېل سيمه کې د لارۍ موټرو چلوونکي او ځينې مسافر له موټرو ښکته کړي او ډزې يې پرې کړې دي.

هغه ويلي، وسله والو کسانو په لويه لاره باندې چیک پاینټ جوړ کړی و او مسافر يې له موټرو ښکته کول.

دی وايي، وسله والو لس موټرونو ته اور هم اچولی دی خو زياتوي چې پوليس سيمې ته رسېدلي او د مړو کسانو جسدونه يې روغتون ته لېږدولي دي.

پوليس وايي، د پېښې پلټنې روانې دي چې نور جزیات به يې وروسته په ډاګه شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه