یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيد ځواکمنو ښځو غورځنګ یو ځل بیا د افغان ښځو حقونو ته...

د ځواکمنو ښځو غورځنګ یو ځل بیا د افغان ښځو حقونو ته د نړۍ د پاملرنې غوښتنه وکړه

ويب ډيسک

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ د اګست د ۱۵مې یا  د جمهوریت د نظام د سقوط او د هېواد د ولسمشر اشرف غني د تېښتې د ورځې په مناسبت یو ځل بیا بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو حقونو ته د نړیوالو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دغه غورځنګ چهارشنبه د زمري پر ۲۴مه، په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د «قانوني دولت» د نشتوالي له امله هېوادوالو «سختې» ورځې تېرې کړې دي.

دغه غورځنګ طالبان د افغانستان د خلکو «قاتلان» بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې واک له طالبانو واخلي او یو «قانوني» او ولسي دولت ته یې وسپاري.

په دې اعلامیه کې راغلي: «موږ د افغانستان د ځواکمنو ښځو د غورځنګ په توګه لا هم د عدالت او برابرۍ اصولو ته ژمن یو. موږ له نړیوالې ټولنې د افغانستان اوسني وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او ازادۍ ته د زیاتې پاملرنې غوښتونکي یو.»

د افغانستان د ځواکمنو ښځو د غورځنګ په وینا، طالبان هېڅ ډول انساني کرامت او نړیوالو ژمنو ته ژمنتیا نه لري.

په اعلامیه کې څرګنده شوې چې افغان ښځې په تېرو درېیو کلونو کې له خپلو ټولو انساني حقونو محرومې شوې دي.

درې کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني پلازمېنې ته د طالبانو له نږدې کېدو وروسته، له هېواده وتښتېد او د جمهوریت د نظام د سقوط زمینه یې برابره کړه.

د غني له تېښتې او په هېواد باندې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د تېرو دوو لسیزو ټولې لاسته راوړنې لمنځه تللې دي..

څلور ورځې وړاندې هم د ځواکمنو ښځو غورځنګ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتنه کړې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه