یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان کډوال: هیله لرو چې یو ورځ بېرته داسې افغانستان ته ستانه...

افغان کډوال: هیله لرو چې یو ورځ بېرته داسې افغانستان ته ستانه شو چې د ټولو قومونو لپاره ټولګډونی وي

ويب ډيسک

په بریتانیا کې ځینو افغان کډوال ویلي دي چې دوی د ټولو جنسیتونو، مذهبونو او قومونو لپاره د یوه ټولګډوني افغانستان هیله لري.

نیوزیویک پنجشنبه د زمري پر ۲۵مه، راپور ورکړی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو درې کاله وروسته، په بریتانیا کې افغان کډوال هیله لري چې یوه ورځ بېرته داسې افغانستان ته ستانه شي چې «جنسیتي او قومي تبعیض» پکې نه وي.

۲۷ کلنه یوه له همدغو کډوالو ده چې د یوه تحصیلي بورس له ګټلو وروسته بریتانیا ته تللې ده.

مریم اوسمهال د ژغورنې په نړۍواله کمیټه کې د افغان ښځو د روزونکې په توګه کار کوي.

هغې ویلي: «هیله لرم یوه ورځ زه او هر بل څوک چې مجبور شوي له خپل هېواده وتښتي، وکړای شو بیرته هېواد ته ستانه شو، زه د ټولو جنسیتونو، قومیتونو او مذهبونو لپاره د یوه ټولګډوني افغانستان هیله لرم.»

دې افغان کډوالې چې د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله یې ونه کړای شول د  انجینرۍ په څانګه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې، ویلي چې په بریتانیا کې د کار موندلو په برخه کې له ستونزو سره مخ ده.

بلخوا، د ژغورنې د نړۍوالې کمېټې د بیا مېشتېدنې، کډوالۍ او ادغام مدیر ژنوو کاسټون هم ویلي چې ځیني کډوال په بریتانیا کې د مناسب کار موندلو لپاره مجبور دي خپلې زده کړې له سره پیل کړي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په بریتانیا کې شاوخوا ۲۷ زره افغان کډوال مېشت شوي دي.

دا غوښتنې په داسې حال کې بیان شوي چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د قومي او مذهبي لږکیو حقوق نقض کړي او دې کار ته یې دوام ورکړی دی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه