ويب ډيسک
په ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې د تورخم دروازه له درې ورځې تړل کېدو وروسته بیرته د مسافرو او ناروغانو پر مخ پرانیستل شوې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي چې دا لاره پنجشنبه د زمري پر ۲۵مه، د سهار په ۸:۰۰ بجو پرانیستل شوې ده.
د زابلي په وینا، دا لاره د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ له هوکړې وروسته پرانیستل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د طالب جنګیالیو او د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته د تورخم لاره تړلې وه.
د طالبانو د چارواکو په وینا، په دې نښته کې درې ملکیان ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم پاکستان څو ځلي له طالبانو سره د ترینګلتیاوو له امله د تورخم دروازه تړلې وه.


