سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیعقوب وايي: امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې...

یعقوب وايي: امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په لټه وه

ويب ډيسک

د طالبانو دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد ادعا کړې چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته هڅه کوله چې په خبره یې، په دغه هېواد کې کورنۍ جګړې ته لمن ووهي.

 

مجاهد دا څرګندونې د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي‌ راډیو ټلویزیون سره په یوې مرکه کې چې سه‌شنبه د زمري پر ۲۳مه خپره شوې، کړې دي.

 

نوموړي زیاته کړې چې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته یې د «جګړې نقشې» له عملي کېدو مخنیوی کړی دی.

 

مجاهد زیاته کړې: «موږ ډېره هڅه وکړه چې د امریکا له وتلو وروسته، موږ افغانان په جګړه کې ښکېل نه شو او دا د امریکا او د افغانستان د دوښمنانو هدف و.»

 

د مجاهد د ادعا په حواله، امریکا او متحدان یې نه یوازې په نظامي ډګر کې د طالبانو پر وړاندې مات شول؛ بلکې په سیاسي او اقتصادي برخو کې یې هم ماتې ورکړې ده.

 

نوموړي په دې مرکه کې د افغانستان پر فضا د بې‌پيلوټه الوتکو ګزمو ته په اشارې ویلي چې څرګنده نه ده، د هېواد له هوايي حریمه به تر کومه سرغړونه کېږي.

 

مجاهد له هېوادونو غوښتنه کړې چې د طالبانو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

 

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د نړیوالو بنسټونو د اطلاعاتو په حواله، افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د «اورپکو ډلو» لپاره پر یو خوندي ځای بدل شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه