سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ا،ا ویاند د دغې ډلې رژیم «غنیمت» بللی دی.

د ا،ا ویاند د دغې ډلې رژیم «غنیمت» بللی دی.

ويب ډيسک

مجاهد چهارشنبه د زمري پر ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو درېیمې کلیزې په مناسبت خپرې کړې ویناپاڼې کې لیکلي چې رژیم یې «کلک» وساتو او په وینا یې، په هر قیمت ترې دفاع وکړو.

د نوموړي په وینا، د طالبانو په راتګ سره د «الله دین حاکم او شریعت عملي شوی»، «سوله او امن راغلی» او «خلک مو ارام» شوي دي.

مجاهد زیاته کړې چې ټول افغانان دې د دغه ستر نعمت [د طالبانو رژیم] «شکر» ادا کړي، دا یو «غنیمت» وبولي او د ملاتړ لپاره یې همشته چمتو او اماده اوسي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د زمري ۲۴مې په مناسبت څه ویلي نه دي.

طالبانو د تېرو درېیو کالو په لړ کې پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د نړیوالو بنسټونو په خبره، په تېرو درېیو کې کالو بېوزلي ډېره شوې او د دغه هېواد ځينې اوسېدونکي د اقتصادي ننګونو لامله د کډوالۍ لار نیسي.

له دې وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج‌الدین حقاني د دغې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې تعامل ورسره وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه