ويب ډيسک
په هرات کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګمرک کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
سرچینو ویلي چې پېښه چهارشنبه د زمري پر ۲۴مه د مازیګر شاوخو ۴:۰۰ بجې د هرات ګمرک پورې اړوند د مولوي ټانک په سیمه کې شوې ده.
په خواله شبکو کې د دغې اورلګېدنې انځورونه خپاره شوي چې د دې پېښې د پراخوالي څرګندونه کوي.
تر اوسه د دې اورلګېدنې لامله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات نه شته.
دغه راز، څرګنده نه ده چې دا اور څنګه لګېدلی دی.
تر اوسه طالب چارواکو څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې هم د هرات په ګمرک کې ورته پېښې شوې وې.


