دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خوړو نړیوال پروګرام ۶۰۰ زره امېندواره میرمنې د قوت خوړو د...

د خوړو نړیوال پروګرام ۶۰۰ زره امېندواره میرمنې د قوت خوړو د ترلاسه کوونکو له نوملړه ایستلي

ویب ډیسک

د خوړو نړیوال سازمان یو ځل بیا د دغه سازمان د بودیجې کمښت ستونزې خبر ورکړی دی.

نوموړي سازمان دوشنبه د زمري پر ۱۵مه ویلي چې د بودیجې د کمښت له کبله یې په هېواد کې د روان کال د دوبي پرمهال ۶۰۰ زره امیندواره میرمنې د قوت خوړو د ترلاسه کوونکو له نوملړه ایستلي دي.

ورته مهال، د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې سږکال ۶.۱ میلیونه امېندواره او شیدې ورکوونکو مېرمنو د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره د ځان او خپلو ماشومانو لپاره د قوت خواړه ترلاسه کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د خوړو نړیوال پروګرام په دغه سازمان کې د بودیجې د کمښت خبر ورکوي. دغه سازمان له تېر کال راهیسې په وار وار ویلي چې له لوږې سره مخ میلیونونو افغانانو ته د مرستې لپاره د دوی د اړتیا وړ بودیحه نه تأمین شوې.

نوموړي سازمان تېر کال هم شاوخوا ۱۰ میلیونه هېوادوال د خوراکي مرستو د ترلاسه کونکو له نوملړه لېرې کړل، ځکه چې د بودیجې کمښت سره مخ و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه