ويب ډيسک
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې دا مهال په بند کې دی، وايي، د دغه هېواد پوځ سره «ښې اړیکې» نهدرلودل «سادهتوب» دی.
عمرانخان رویټرز ته ویلي، که څه هم امریکا په ۲۰۲۲کال کې دی له واکه لرې کړی، خو په وینا یې، بیا هم له دغه هېواد سره کینه نهلري.
عمران خان له دې وړاندې، هغه مهال چې له واکه لرې شو، ادعا کوله چې د پاکستان پوځ او امریکا یې، حکومت پرځولی دی.
هغه رویټرز ته په ځواب کې لیکلي: «د پاکستان جغرافیايي موقعیت او په خصوصي سکتور کې د پوځ مهم رول ته په پام سره، دا به احمقانه وي چې ښې اړیکې ونهلرئ.»
هغه همداراز زیاته کړې چې دی پر خپلو سرتېرو او وسلهوال پوځ ویاړي.
نوموړي ټينګار کړی چې له واکه د لرېکېدو راهیسې یې، نیوکې یوازې پر اشخاصو وې او پر پوځ یې نیوکه نهده کړې.
شاوخوا ۱۲ میاشتې کېږي چې عمران خان د بېلابېلو تورونو له امله په بند کې شپې او ورځې سبا کوي.


