سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بنګله دیش صدراعظمه شیخ حسینه واجد له خپلې دندې استعفا ورکړې...

د بنګله دیش صدراعظمه شیخ حسینه واجد له خپلې دندې استعفا ورکړې ده

ويب ډيسک

د بنګله دیش صدراعظمه شیخ حسینه واجد له خپلې دندې استعفا ورکړې ده، او په دې سره یې د ۱۵ کالو اوږده واک پای ته ورسېده.

بنګله دیشي پوځي چارواکو ویلي چې صدراعظمه شیخ حسینه واجد له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. هغه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې استعفا ورکړه چې د تاوتریخوالي په مظاهرو کې سل کسان ووژل شول. په دې توګه د هغې ۱۵ کلنه واکمني پای ته ورسېده.
په بنګله دیش کې د څو اونیو راهیسې لاریون کوونکي محصلین په زرګونو کسانو په صدراعظمې شیخ حسینه واجد دولتي استوګنځي کې دننه شوي دي. راپورونه وايي چې صدراعظمه له خپلې دولتي استوګنځي څخه خوندي ځای ته انتقال شوې ده.

صدراعظمه مستعفی شوه

بلخوا د روېټرز خبري آژانس د بنګله دیشي رسنیو په حواله ویلي دي چې صدراعظمه شیخ حسینه واجد له خپلې دندې استعفا ورکړې ده او له هیواده وتلې ده.
په بنګله دیش کې د ۲۴ ټلویزیوني چینل لخوا خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې په پلازمینه ډاکه کې د صدراعظمې په استوګنځي کې ګڼ شمېر خلک راټول شوي او د کیمرې مخې ته خوشحالي څرګندوي.
د AFP خبري آژانس په حواله، د صدراعظمې یوې نږدې سرچینې ویلي چې ۷۶ کلنه صدراعظمه حسینه واجد او خور یې ډاکه پرېښې او یوې خوندي ځای ته تللې دي. دغه سرچینه وایي چې صدراعظمه غوښتل چې خپله وینا ثبت کړي، خو ورته موقع ورنکړل شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه