دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسټراليا هغو افغانانو تاوان ورکوي چې ځواکونو يي ناقانونه توګه وژلي

اسټراليا هغو افغانانو تاوان ورکوي چې ځواکونو يي ناقانونه توګه وژلي

ويب ډيسک

اې بي سي خبري شبکې د رپوټ له مخې د تاوان ورکولو دا وړاندیز د ۲۰۲۰ د بریريټون نومي رپوټ له مخې په پام کې و، چې پکې ویل شوي، په افغانستان کې مېشتو استرالیايي ځواکونه د ۳۹ زنداني او ملکي افغانانو په ”وژنه” کې ښکېل وو.

دغه غرامت به هغو افغانانو ته ورکول کیږي چې بې ګناه وژل شوي دي، برید پرې شوی، د وژل شويو د کورنیو غړي دي او يا يې شتمني لمنځه تللي وي.

د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړه ۲۰۲۰ زېږیز کال کې د اسټراليايي قاضي، پول بریټون له لوري په چمتو شوي راپور کې وړاندیز شوې وه چې افغانستان کې یې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ کلونو د ۳۹ بې ګناه افغانانو د وژنې په ګډون د اسټرالیایي ځواکونو جنګي جرمونه په ډاګه کړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه