دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابلوف ویلي، نړۍواله ټولنه په تدریجي ډول په افغانستان کې د ا.ا...

کابلوف ویلي، نړۍواله ټولنه په تدریجي ډول په افغانستان کې د ا.ا واکمني مني، چې روسیه په دغه برخه کې تر نورو مخکښه ده.

ويب ډيسک

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، نړۍواله ټولنه په تدریجي ډول په افغانستان کې د ا.ا واکمني مني، چې روسیه په دغه برخه کې تر نورو مخکښه ده.

کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي، «البته، [نړۍ] دا حقیقت درک کوي. او روسیه په دې برخه کې مخکښ ده.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د دوحې درېيمې غونډې ته په اشارې ويلي، دا غونډه به هغه مهال ګټوره وي، چې د نړۍوالې ټولنې او افغان چارواکو ترمنځ د نږدې او رغنده همکاريو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

هغه له دې غونډې مخکې د روسيې د تمې په اړه و ويل: زموږ په اند دا غونډه به ګټوره وي چې د نړۍوالې ټولنې او افغان چارواکو ترمنځ د نږدې او رغنده همکاريو په ټينګښت او په ځانګړي ډول د ټولنيزو او اقتصادي ستونزو چې خلک ورسره مخ دي، په حل کې مرسته وکړي.”

دغه روسي ډیپلوماټ همدا راز زیاته کړې، چې په قطر کې به د دوحې د غونډې په څنډه کې د ا.ا له پلاوي سره خبرې وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه