یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنياختر او کرکټ

اختر او کرکټ

لیکنه: یار تره کی

اختر خو همیشه بختور وی. خوار او غریب خلک په کال کی یوازی شپږ ورځی خوشحالی کوی. دری ورځی د روژی څخه وروسته ښه په نس مړه ډوډی خو ری او ماشومان تر ګوتو سری لویانو له خواه څه نغدی هم تر لاسه کوی. دا نوری دری ورځی خو هسی کوڅی او د کلیو مانده په وینو رنګ وی او د غوښو ښه پریمانی وی. په هر کور کی کټو باندی وی او ډوډی لنده وی. په دی شپږوورځو کی د بډای اوخوار تر مینځ توپیر هم لږ شوی وی.

د دواړو پر دسترخوانونو غوښی او شوروا وی. ددواړو دماشومانو نوی او یا پاک کالی په تن وی . دواړه یو بل ته په مینه غیږ ورکوی. د تیرو کږ لیچونواو ظلمونو یاد نه کوی. په دی ورځ خواران خپله لویی ادب ښیی. نه د وریسی خبری کوی او نه د غصب شوی باغ.

هو دا یوازی د شپږو ورځو او شپو لپاره لمحه ده. دا ښکلی ورځی ډیری ژر تیری شی. ددی څخه وروسته بیا تورتم او خوا ری دوام و مومی. خلک بیا د یوه بل کال او د یوه بل اخترپه تمه شپی ورځی سبا کوی. ماشومان بیا د بل اختر لپاره شیبی شمیری. د نویو کالیو، ډیرو خوړو او لوبو په تمه وی. په همدی هیله را لوی شی سپین ږیری شی او مړه شی.

خوراځو کرکټ ته.

کرکټ هم خو را خوند او بر م لری. د کرکټ جذبات که د اختر تر جذباتو ډير ندی نو لږ هم ندی.

دادی هیواد د کرکت د ښکلی لوبی په مرسته لږ د خوشحالی سا وایستله. زما لو یه خور چی په ټول عمر کی یی د سپورت سره مېنه نه وه او حتی د مختلفو سپورتونو نوم یی نه پیژاند د کرکټ لوبغاړی او میتود باندی بلده ده. هغه چی د پښي له درده کړیږی د کرکټ په وخت کی یی خپل درد هیروی.

د کرکټ بریا کټ مټ لکه د اختر ورځی وی. د کرکټ دلوبغاړو په قهر مانی هیوادوال د خوښی او برم احساس کوی. هر یو وړونکی وی. په ټولنیزو رسنیو کی خپلو سیالانو ته پیغورونه ورکوی. په دی ورځ د ظالم او د مظلوم د بډای او د خوار، د ښا ری او کلیوال، د ماشوم او د بالغ توپیر ډیر نه کیږی. ظالم او مظلوم دواړه خوشحاله وی. دوی دواړه یو بل ته غیږ ورکوی او مبار کیانی وایی. خواراو بډای دواړه د خوشحالی اتڼ کوی. که بډای په ماړه نس ګډیږی د کرکټ د بر یا له بر کته خوار په خپله لوږه پوهیږی هم نه. هسی لکه افین چی یی څکولی وی. ځوانان کوڅوته را توی شوی وی. ځینو خپل کار و بار هم پریښی وی. د ماشومانو دشودواو د ناروغانو د درمل غم نه وی ورسره. هسی د ترانس (Trans) په حالت کی د خپلی ډلی د ګټلو لپاره ثانیی شمیری. په دی وخت کی بدن د ادرینالین (Adrenaline ) هورمون د انسان په رګونو کی وروبهوی. د لوبی د ګټلو یا بایللو جذبات دومره ډير وی چی د انسان څخه د ژوند نور واقعیتونه هیر کړی.

خو دا په کال کی دوی یا دری ورځی دی چی دا افین ښه کار کوی. چی د اتڼ او د نڅا وخت خلاص شی، باقی انرژی او زور ختم شی او لوبغاړی خپلو کورونو ته ولاړ شی د خوار سد سر ته ورشی. خپل وږی ماشومان او وږی ښځه ووینی. خپل څیری کالی او مات ګډوی وګوری او د ژوند واقعیتونو ته وګوری دده سد سر ته ورشی. دی ووینی چی ژوند دری ورځي ندی. دده هماغه سخت ژوند دی چی د لوبی څخه دمخه وو.

ظالم پر خپل ځای دی، خواری پر خپل ځای ده او نړی همداسی په نابرابری کی روانه ده. دی به وګوری چی دده او د هغه چا د ماشومانو تر مینځ چی پرون شپه یی د کرکټ د لوبی په وخت کی غیږ ورکړی وه ډیر لوی توپیر دی. دی به دا هم وګوری چی هغه څوک چی د کرکټ د میچ په وخت کی یی غیږ ورکړی وه هیڅ وخت به خپل دسترخوان دده سره شریک نکړی. هیڅ وخت به دده سره خپل کالی و نه ویشی. هیڅ وخت به دی خپل سیال او برابر و نه ګڼی.

دا څه وجهه ده چی د کلی خان د کلی مزدور د یوی شیبی لپاره په غیږ کی نیسی او ښکلوی یی؟

دا څه دلیل دی چی ظالم او بادار د خپل مزدور سره پر یوه غولی کښینی او د لوبی څخه خوند اخلی؟

د ډیرو څیړنو په نتیجه کی دا جوته شوی ده چی انسانان په معینو حالاتو کی د ترانس حالالت ته ځی او خپل واقعی ژوند او موقف هیروی. دواړه ظالم او مظلوم، خوار او بډای، روغ او ناروغه په دی حساسو شیبو کی خپل عینی حالت هیر کړی.

خو چی لوبه پای ته ورسیږی او اختر ختم شی بیا هغه دی وی اودده تور کودی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه